چین دې طالبان دسولې دخبرواترو میز ته راکاږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79939-چین_دې_طالبان_دسولې_دخبرواترو_میز_ته_راکاږی
دافغانستان دولسمشر دځانګړی استازی د غه غوښتنه په داسې حال کې ده چې دطالبانو استازی دقطر په دوحې کې د افغانستان په چارو کې د امریکا دولسمشر له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره تر شپږو ورځو پورې خبرې اترې کړی چې پرون له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 09:02 Asia/Kabul
  •  چین دې طالبان دسولې دخبرواترو میز ته راکاږی

دافغانستان دولسمشر دځانګړی استازی د غه غوښتنه په داسې حال کې ده چې دطالبانو استازی دقطر په دوحې کې د افغانستان په چارو کې د امریکا دولسمشر له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره تر شپږو ورځو پورې خبرې اترې کړی چې پرون له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  له طالبانو سره د   سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د ولسمشر  اشرف غنی  ځانګړی استازی  او دسولې دعالی شورا د دارالانشاء مشر  محمد عمرداؤد زی پرون  دچین له مرستیال خارجه وزیر   چن شاؤ دنګ  او دافغانستان په چارو کې د  چین دحکومت له ځانګړی استازی  دنګ شی جون  سره په کتنې کې  وئیلی دی ،   داشرف غنی حکومت  په دغه هیواد کې د سولې او امنیت  دټینګیدا او د دجنګ دختمیدا غوښتونکی دی .

 دچین مرستیال خارجه وزیر هم وئیلی دی ،بیجینګ  پخپله  دافغانانو په مشرۍ  او دسیمې دهیوادونو په شتون سره  دسولې  دبهیر ملاتړ کوی او  دطالبانوډلې او د کابل حکومت ترمینځ  به دمخامخ خبرواترو لپاره هیڅ هڅه ونه سپَمَوی . 

  له  دې مخکې هم د  چین  دخارجه وزارت ویندوی لوکانګ  هم وئیلی وو، دچین حکومت   په افغانستان کې د  تل پاتې سولې دپوره کیدا لپاره د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د  اسلامی ا یران  دهلوځلو  ملاتړ کوی .