اسلام اباد په افغانستان کې دسولې دټینګیدا لپاره هڅوته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79941-اسلام_اباد_په_افغانستان_کې_دسولې_دټینګیدا_لپاره_هڅوته_دوام_ورکوی
دافغانستان حکومت په کرتو ټینګار کړی،دسولې خبرې اترې باید ددغه هیواد دحکومت په مشرۍ ترسره شی،ځکه امریکا دافغانستان د ولس د نمایندګۍ صلاحیّت نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 10:35 Asia/Kabul
  •   اسلام اباد په افغانستان کې دسولې دټینګیدا لپاره هڅوته دوام ورکوی

دافغانستان حکومت په کرتو ټینګار کړی،دسولې خبرې اترې باید ددغه هیواد دحکومت په مشرۍ ترسره شی،ځکه امریکا دافغانستان د ولس د نمایندګۍ صلاحیّت نه لری .

د سحر اردو ټیلیویژنی چینل  راپور ورکړی،د پاکستان د پوځ  ویندوی جنرال آصف غفورنن په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی،پاکستان هڅه کوی په طالبانو باندې په دباؤ په زیاتولو سره  په افغانستان کې جنګ پای  ته ورسوی.

 دپاکستان دپوځ دغه  مسئول مقام  زیاته کړې ،امریکا باید  له طالبانوسره  په خبرواترو کې دخپلو ژمنو احترام وکړی او له افغانستانه ووځی .

 دا په  داسې حال کې دی چې دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد په کرتوټینګارکړی،ترڅوچې دامریکاپه قوماندانۍبهرنی عسکرله افغانستانه  ونه ؤځی،په قطر کې به له امریکائی استازو سره  خبرې اترې چټی وی .

 دافغانستان حکومت هم په کرتو ټینګار کړی،دسولې خبرې اترې باید ددغه هیواد  دحکومت په مشرۍ ترسره شی،ځکه  امریکا دافغانستان د  ولس  د نمایندګۍ  صلاحیّت نه لری .