له افغانستانه په وتلو پسې یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79945-له_افغانستانه_په_وتلو_پسې_یوو
د مایک پمپئو دغه ادعاګانې په داسې حال کې دی چې د افغانستان د زیاتره مسئولانو او ولس په اند ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال څخه دامریکا او ناټو پوځی شتون ، دلسګونو زره عامو خلکو له وژلو ،دافغانستان د بیخ بینائی تاسیساتو په کنډوالو له بدلولو او دنشه ایزو توکو د کښت اوقاچاق له لازیات دودولو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 12:03 Asia/Kabul
  • له افغانستانه په وتلو پسې یوو

د مایک پمپئو دغه ادعاګانې په داسې حال کې دی چې د افغانستان د زیاتره مسئولانو او ولس په اند ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال څخه دامریکا او ناټو پوځی شتون ، دلسګونو زره عامو خلکو له وژلو ،دافغانستان د بیخ بینائی تاسیساتو په کنډوالو له بدلولو او دنشه ایزو توکو د کښت اوقاچاق له لازیات دودولو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې .

 سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړ دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو وائی دغه هیواد  له افغانستانه د خپلو پوځیانو  په ویستلو پسې دی .

 مایک پمپئو مدعی شوی  امریکا  په افغانستان کې  دسولې په ټینګولو کې  او  دترهه ګرۍ  د خپریدا  په مرکز د دغه هیواد له بدلیدا  په مخنیوی  او  دغه هیواد ته   دخپلو عسکروپه  بیرته ستنولو کې  جدی دی .

 دامریکا  خارجه وزیر  دخپلو ادعاګانو په دوام کې وئیلی دی،امریکا دافغانستان  له حکومت او له اړونده ټولو لورو سره په کارکولو سره  دافغانستان   دحاکمیّت ،خپلواکۍ او هوساینې  دحق په پیاوړتیا پسې  ده .