په قطرکې دطالبانو اوامریکایانو ترمینځ بیاخبرې اترې دفرورۍپه۲۵کیږی
د طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د دغې ډلې دمنل کیدا او اوور بند په باب دموافقې په هکله ځینی راپورونه رد کړی او وئیلی ئې دی ، په دغو خبرواترو کې د طالبانو دریځ له افغانستانه د امریکائی عسکرو وتل وو،ځکه تر هغه وخته چې دغه مشکل حل نشی،نو داختلاف وړ مسئلو کې پرمختګ هیڅ امکان نه لری .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمینځ له شپږورځنیو خبرواترو وروسته د امریکا خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، ددغې غونډې راتلونکی ناسته به د فرورۍ په پنځه ویشتمه ترسره شی .
د طالبانو ډلې آو امریکایانو ترمینځ دخبرواترو څلورم پړاؤ په قطر کې له شپږو ورځو وروسته له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی او د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم دد غو خبرواترو پر ناکامۍ اعتراف کړی دی .
د طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له حکومت سره د خبرواترو لپاره د دغې ډلې دمنل کیدا او اوور بند په باب دموافقې په هکله ځینی راپورونه رد کړی او وئیلی ئې دی،په دغو خبرواترو کې د طالبانو دریځ له افغانستانه د امریکائی عسکرو وتل وو،ځکه تر هغه وخته چې دغه مشکل حل نشی،نو داختلاف وړ مسئلو کې پرمختګ هیڅ امکان نه لری .