دکابل حکومت له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې دخبرواترو پیلیدا غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80036-دکابل_حکومت_له_طالبانو_ډلې_سره_د_روغې_جوړې_دخبرواترو_پیلیدا_غواړی
اشرف غنی په همداوروستیو کې یوځل بیا له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره د کابل حکومت چمتووالی اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2019 13:23 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت له طالبانو ډلې سره  د روغې جوړې دخبرواترو پیلیدا غواړی

اشرف غنی په همداوروستیو کې یوځل بیا له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره د کابل حکومت چمتووالی اعلان کړی دی .

 زمونږ خبریال دشفقنا خبری اژانس  له قوله راپورراکړ  د  افغانستان  د دولسمشرۍ دماڼۍ مرستیال  ویندوی  صمیم عارف  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، داشرف غنی  په مشرۍ  د افغانستان حکومت ټینګار کوی ، چې   دافغانستان دشخړې حل دادی چې  طالبانو ډله   له حکومت سره خبرې اترې  وکړی .

 د افغانستان دولسمشرۍ  دارګ  مرستیال ویندوی  زیاته کړې ، کابل او واشنګټن باؤری دی ،چې  په افغانستان کې   دسولې  نهائی خبرې اترې  باید د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ ترسره شی .

 اشرف غنی په همداوروستیو کې  یوځل بیا   له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره  د کابل حکومت  چمتووالی اعلان کړی  دی .

 داپه داسې حال کې دی چې   دامریکا اوطالبانو ډلې ترمینځ  وروستۍ خبرې اترې  چې په قطر کې تر شپږوورځو پورې ترسره شوی ،  له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .