دطالبانو او افغان استازو ترمینځ دماسکو غونډه رغنده او ګټه وره ده
په قطر کې له طالبانو ډلې سره د امریکا ئی استازو دبې نتیجې او ماته خوړلی ناستې ته په پام سره دماسکو بین الافغانی خبرې اترې له ډیر اهمیّته برخمنې دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په ماسکو کې له طالبانو سره د افغانستان د سیاسی اومذهبی شخصیتونو د بندو تنبو ترشا د غونډې مشری په غاړه لری ، وئیلی دی ، په دغې غونډې کې خبرې اترې ډیرې مهمې اورغنده وې .
حامد کرزی په دغې ناستې کې د خبراترو جزیاتو او دخبرواترو لورو دریځونو ته کومه اشاره ونه کړه .
وروستی راپورونه ښئ چې د طالبانو د لس کسیز پلاوی او د افغانستان لسګونو مذهبی اوسیاسی شخصیتونو په شتون سره دغه بین الافغانی ناڅرګنده غونډه پرون ناوخته پای ته رسیدلې ده او ټاکل شوې نن هم دوام وکړی .
په قطر کې له طالبانو ډلې سره د امریکا ئی استازو دبې نتیجې او ماته خوړلی ناستې ته په پام سره دماسکو بین الافغانی خبرې اترې له ډیر اهمیّته برخمنې دی .
د روسیې د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس ، د ماسکو دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان دسیاسی ډلو او طالبانو ترمینځ ده اوپه دغو خبرواترو کې دافغانستان اوروسیې حکومتی چارواکی برخه نه لری .