د افغانستان اساسی قانون د سولې اصلی خنډدی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80156-د_افغانستان_اساسی_قانون_د_سولې_اصلی_خنډدی
د ماسکو په غونډې کې دطالبانو ډلې دپلاوی مشر شیر محمد عباس ستانکزئ په دغې غونډې کې دخپل هیواد ا وسنی اساسی قانون دسولې په وړاندې یو مشکل وبالۀ او مدعی شو ، دافغانستان اساسی قانون د لویدیځ جوړ کړائ شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2019 04:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان اساسی قانون د سولې اصلی خنډدی

د ماسکو په غونډې کې دطالبانو ډلې دپلاوی مشر شیر محمد عباس ستانکزئ په دغې غونډې کې دخپل هیواد ا وسنی اساسی قانون دسولې په وړاندې یو مشکل وبالۀ او مدعی شو ، دافغانستان اساسی قانون د لویدیځ جوړ کړائ شوی دی .

 ا یرنا خبری اژانس راپور ورکړ ستانکزی  همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې  طالبان  دقدرت په انحصار پسې نه دی ،ټینګار وکړ ؛  دسولې دخبرواترو د تعقیبونې لپاره باید   دطالبانو  غړو نامې د امریکا له تورلیسټه ووځی ، او ملګری ملتونه او اسلامی هیوادونه دې  د سولې داحتمالی موافقې اجرا  تضمین کړی .

طالبانو ډلې  دماسکو په غو نډې کې   چې د  افغانستان  د څه دپاسه اویاؤ  سیاسی  مشرانو اوشخصیتونو په شتون سره ترسره شوه ،  د دغه هیواد  اساسی  قانون  دسولې ترټولو ستر خنډ وبالۀ.

ټاکل شوې ده  دغه غونډه نن هم دوام ولر ی.