د افغانستان اساسی قانون د سولې اصلی خنډدی
د ماسکو په غونډې کې دطالبانو ډلې دپلاوی مشر شیر محمد عباس ستانکزئ په دغې غونډې کې دخپل هیواد ا وسنی اساسی قانون دسولې په وړاندې یو مشکل وبالۀ او مدعی شو ، دافغانستان اساسی قانون د لویدیځ جوړ کړائ شوی دی .
ا یرنا خبری اژانس راپور ورکړ ستانکزی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې طالبان دقدرت په انحصار پسې نه دی ،ټینګار وکړ ؛ دسولې دخبرواترو د تعقیبونې لپاره باید دطالبانو غړو نامې د امریکا له تورلیسټه ووځی ، او ملګری ملتونه او اسلامی هیوادونه دې د سولې داحتمالی موافقې اجرا تضمین کړی .
طالبانو ډلې دماسکو په غو نډې کې چې د افغانستان د څه دپاسه اویاؤ سیاسی مشرانو اوشخصیتونو په شتون سره ترسره شوه ، د دغه هیواد اساسی قانون دسولې ترټولو ستر خنډ وبالۀ.
ټاکل شوې ده دغه غونډه نن هم دوام ولر ی.