نړیوالې موسسې باید دافغانستان سوله تضمین کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80182-نړیوالې_موسسې_باید_دافغانستان_سوله_تضمین_کړی
اوا خبری اژانس وایی په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په خبرو کښې دطالبانو ډلې د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس استانکزی پرون د نړیوالو موسسو له لارې په هیواد کښې د سولې دپروسې د تضمین پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2019 08:02 Asia/Kabul
  • دطالبانو ډلې د ماسکو په غونډې کښې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په بشپړه وتلو ټینګار وکړ .
    دطالبانو ډلې د ماسکو په غونډې کښې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په بشپړه وتلو ټینګار وکړ .

اوا خبری اژانس وایی په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په خبرو کښې دطالبانو ډلې د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس استانکزی پرون د نړیوالو موسسو له لارې په هیواد کښې د سولې دپروسې د تضمین پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه پرون په ماسکو کښې د افغانستان دسولې د غونډې په دوهمه(۲) ورځ وویل د افغانستان د سولې پروسه باید د ملګروملتونو او دنړۍ دقدرتمنو هیوادونو په شمول نړیوالې موسسې تضمین کړی .

په ماسکو کښې د افغانستان د سولې په غونډې کښې د طالبانو ډلې د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس استانکزی دغه راز په کابل کښې ددغه ډلې د یوه(۱) رسمی دفتر د جوړولو غوښتنه وکړه .

عباس استانکزی زیاته کړه په کابل کښې دطالبانو ډلې دیوه (۱) رسمی دفتر له رامینځته کول پرته د افغانستان له حکومت سره دسولې خبرې اترې امکان نلری .

دطالبانو ډلې د ماسکو په غونډې کښې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په بشپړه وتلو ټینګار وکړ .

دافغانستان دسولې غونډه دکابل دحکومت د استازی له ګډون پرته د طالبانو دپلاوی او د افغانستان د بیلابیلو ډلو په شتون سره په تیرې سې شنبې او چهار شنبې ورځو په ماسکو کښې ترسره شوه .