د افغانستان دسولې شورا د هر غږمله اقدام ملاتړی کوی
Feb 08, 2019 02:13 Asia/Kabul
-
په هیواد کښې دسولې ټینګیدل او د جنګ او د نښتې پاې ته رسیدل یو(۱) ضرورت دی .
زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې لوړې شورا په ماسکو کښې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو ، ګوندونو او د طالبانو په شتون سره د سولې د خبرواترو د غونډې پاییزې بیانیې ته په غبرګون کښې وویل
دغه شورا له هر هغه اقدام څخه چې د سولې له پروسې سره غږمله وی ملاتړ کوی .
دافغانستان دسولې لوړې شورا پرون وویل دغه شورا په ماسکو کښې دافغانستان د سولې د خبرواترو د غیر سمی غونډې بیانیه او بحثونه په دقت سره تر څارنې لاندې لری او هر هغه حرکت چې په هیواد کښې د سولې پروسې ته تاوان رسوی مردود دی .
د افغانستان دسولې دلوړې شورا په بیانیې کښې ویل شوی دی په هیواد کښې دسولې ټینګیدل او د جنګ او د نښتې پاې ته رسیدل یو(۱) ضرورت دی .
ټیګونه