دسولې ترټینګیدو پورې دې طالبان له بهرنیو سفرونو منع شی
صبغت احمدی په ماسکو کې د افغانستان د سولې په خبرواترو کې د ګډون لپاره دطالبانو دلې دپلاوی وروستی سفر ته په اشارې سره ووئیل ، د دغې ډلې مشران د ملګروملتو د بندیزونو په لیسټ کې دی او له دغه لیسټه د هغوی دنامو د ویستلو لپاره طالبان باید دسولې له بهیر سره یوځای شی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی صبغت احمدی پرون په یولړڅرګندونو کې پر ملګروملتو غږ کړی ، تر څو چې طالبانو ډله دسولې له بهیر سره یوځای نه شی ، د دغې ډلې دمشرانو نامې دې د دغې موسسې دبندیزونوپه لسټ کې باتې شی او دوی دې له بهرنیو سفرونو محرومه شی .
صبغت احمدی په ماسکو کې د افغانستان د سولې په خبرواترو کې د ګډون لپاره دطالبانو دلې دپلاوی وروستی سفر ته په اشارې سره ووئیل ، د دغې ډلې مشران د ملګروملتو د بندیزونو په لیسټ کې دی او له دغه لیسټه د هغوی دنامو د ویستلو لپاره طالبان باید دسولې له بهیر سره یوځای شی .
دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی همداراز دماسکو په غونډې کې د طالبانو دمنع شوو غړو دګډون په د لیل له ملګروملتو دافغانستان د حکومت دشکایت په باب د رسندویو راپور هم رد کړ .
د طالبانو ډلې استازو دروسیې دماسکوپه غونډې کې دملګروملتو د بندیزونو له لیسټه د دغې ډلې دمشرانو دنامو د ویستلو غوښتنه کړې وه .