د افغانستان د ولسي جرګې اتياو استازو ته باورليکونه ورکړې شول
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن په يوې بيانيې کښې وويل، په دغه هېواد کښې د روان 2019 کال د اکتوبر د انتخاباتو اتياو نامزدو د باورليکونو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار پېدا کړه.
د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغه بيانيه کښې چې پرون خپره شوه راغلي دي له دغو اتياو تنو نامزدو څخه چې باورليکونه يې ترلاسه کړي دي دويشت تنه مېرمنې هم دي.
د دغې بيانيې له مخې باورليک ترلاسه کونکي استازي له بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، پنجشير،کاپيسا، پروان، سمنگان، باميان، سرپل، جوزجان، فارياب، دايکنډي، ارزگان، زابل، فراه، خوست او هرات ولايتونو څخه دي. البته د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د نورو يو سل اويا تنو استازيو په اړه څه نظر څرګندونه ونه کړه.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه د څه د پاسه څلورو مياشتو د تېرېدو باوجود تر اوسهد نورو پينځلسو ولايتونو وروستۍ نتيجې نه دي اعلان شوې.
همدارنګ افغان حکومت د سياسي اختلافاتو په وجه تر اوسه په غزني ولايت کښې د ولسي جرګې د انتخاباتو کولو توان نه دے لرلے.
د افغانستان ولسي جرګه دوه نيم سره استازي لري.