د کابل دحکومت په شتون سره له طالبانو سره خبرې وشی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80339-د_کابل_دحکومت_په_شتون_سره_له_طالبانو_سره_خبرې_وشی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دوهم(۲) مرستیال محمد سرور دانش ټینګار وکړ د کابل دحکومت له ګډون پرته به دسولې هرډول خبرې له ماتی سره مخ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2019 10:26 Asia/Kabul
  • دافغانستان په جنګ کښې په میلیونونو خلک وژل شوي ، ژوبل شوي او کډوال شوي وو .
    دافغانستان په جنګ کښې په میلیونونو خلک وژل شوي ، ژوبل شوي او کډوال شوي وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دوهم(۲) مرستیال محمد سرور دانش ټینګار وکړ د کابل دحکومت له ګډون پرته به دسولې هرډول خبرې له ماتی سره مخ شی .

هغه نن په کابل کښې له افغانستانه د شوروی د سره پوځ(Red Army) دوتلو د دیرشمې(۳۰) کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې وویل هیڅ هیواد باید د کابل د حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورنکړی .

محمد سرور دانش زیاته کړه د روان میلادی کال د جولاۍ په شلمه(۲۰) نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره هرډول ځاې ناستی او یا د موقته حکومت جوړول به په هیواد کښې د کړکیچ دزیاتیدا سبب شی .

د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال محمد سرور دانش  طالبان د بهرنیو هیوادونو ګوډاګیان او په پیسو اخیستل شوی کسان وبلل او د سیاسی ګوندونو له مشرانو او هغو خلکو یې چې کلونه کلونه یې د اشرف غنی دحکومت ملاتړ کړی دی وغوښتل دوې باید له طالبانو سره په یوه(۱) خوله نشی او د تیرو بریاو دساتنې لپاره د کابل له حکومته ملاتړ ته دوام ورکړی .

دانش وویل حاضردمه دافغانستان دخلکو دبریالیتوب یوازنۍ لاره به  قوم ، ژبې او مذهب ته له پام کولو پرته کامل اتحاد او پیوستون وی .

نن ورځ د افغانستان له نهه(۹) کاله نیواک وروسته له دغه هیوادڅخه د پخوانی شوروی د سره پوځ(Red Army) د وتلو له کلیزې سره سمون خوری .

دافغانستان په جنګ کښې په میلیونونو خلک وژل شوی ، ژوبل شوی او کډوال شوی وو .