که طالبان په انتخاباتوکې بریالی شی،نو قدرت ورسپارلو ته تیاریوو
طالبانو ډله دافغانستان حکومت نارواګڼی او له افغان چارواکو سره د خبرواترو په ځای امریکایانو سره خبرواترو ته ترجیح ورکوی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د جرمنی دمیونیخ امنیتی غونډې په څنډې کې پر طالبانو ډلې غږ کړی ،دولسمشرۍ په انتخاباتو کې دې ګډون وکړی او خپلې غوښتنې دې خلکو ته وړاندې کړی او د انتخاباتو له لارې دې قدرت ترلاسه کړی .
دافغانستان ولسمشر ووئیل ،که د جولائی په شلمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ولس زیاتره رائ طالبانو ته ورکړی ،نو دکابل حکومت حاضر دی ، څو دغې ډلې ته قدرت وسپاری .
اشرف غنی زیاته کړې ، دافغانستان حکومت باید له طالبانو ډلې سره دسولې دخبرواترو اصلی لوری شی .
له دې مخکې هم دافغانستان حکومت په کرتو ، له طالبانو سره له شرط پرته دخبرواترو غوښتنه کړ ې،خو دغې ډلې تل د خبرواترو لپاره دحکومت له غوښتنې سره مخالفت کړی دی .
طالبانو ډله دافغانستان حکومت نارواګڼی او له افغان چارواکو سره د خبرواترو په ځای امریکایانو سره خبرواترو ته ترجیح ورکوی .