دمالی درغلیو په تورلیسټ کې د افغانستان شاملول بې انصافی ده
داروپائی اتحادئې له مالی فساد سره دمبارزې کمیشن په همداوروستیو کې دافغانستان نامه ،له ترهه ګرۍ او دترهه ګرو له مالی تامین سره په مبارزې کې دلټیو په دلیل په تور لیسټ کې شامله کړې ده .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دولسمشر ویندوی هارون چخانسوری نن په یولړ څرګندونو کې په تور لیسټ کې ددغه هیواد دنامې په راوستو کې داروپائی اتحادئې اقدام رد کړی او وئیلی ئې دی ، داروپائی اتحادئې دغه اقدام غیر منصفانه دی او افغانستان ئې نه منی .
چخانسوری ټینګار کړی ، په هیواد کې د مالی انضباط په زمینې کې جدی هلې ځلې داجرا په حال کې دی .
دافغانستان دغه مسئول مقام زیاته کړې ، دافغانستان مرکزی بانک کابو دوه سوه جعلی اکاؤنټونه ارزولی دی ا و دهغوی دوسیې به قضائی اورګانونو ته ورمعرفی شی .
له دې مخکې هم دافغانستان مرکزی بانک مسئولانو وئیلی وو ، چې په تیر یوه کال کې ئې له مالی فساد سره دمبارزې په دوام کې ۲۹حسابونه تړلی ، د اتو مالی چارو ادارو مجوزونه ئې لغوه کړی او نور اولس مجوزونه ئې باطل کړی دی .
داروپائی اتحادئې له مالی فساد سره دمبارزې کمیشن په همداوروستیو کې دافغانستان نامه ،له ترهه ګرۍ او دترهه ګرو له مالی تامین سره په مبارزې کې دلټیو په دلیل په تور لیسټ کې شامله کړې ده .