ا مریکادې له طالبانوسره په خبروکې داووربندشرط هم ورځای کړی
د طالبانو یوه پخوانی مسئول مقام سیداکبر آغاهم وئیلی دی،دواړه لوری بایدداوور بند اعلان وکړی څو دمشکلاتو دزیاتیدا مخه ونیول شی .
دافغانستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی ، دافغانستان د سولې دعالی شورا یوه غړی ، محمداسماعیل قاسمیار وئیلی ،ترڅو چې طالبان دکابل له حکومت سره اوور بند اعلان نه کړی، نو زلمی خلیل زاد باید له دغې ډلې سره دخبرواترو له دوامه ډډه وکړی .
په عین حال کې ، د طالبانو یوه پخوانی مسئول مقام سید اکبر آغا هم وئیلی دی ، دواړه لوری باید داوور بند اعلان وکړی څو دمشکلاتو دزیاتیدا مخه ونیول شی .
هغه همداراز پر امریکا هم غږ کړی ، دافغانستان دهستوګنو سیمو په ضد دې خپلې هوائی حملې ودروی .
د ا فغانستان دطالبانو ډلې او ا مریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو پنځم پړاؤ له دوو ورځو ځنډه وروسته پرون پیل شوی او نن هم دوام لری .