د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو نوي غړي معرفي شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80702-د_افغانستان_د_انتخاباتي_کمیشنونو_نوي_غړي_معرفي_شول
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له بدلیدو وروسته د دغه هیواد ولسمشر د انتخاباتي کمیشنونو د تیرو غړو په څنګته کولو سره د هغو لپاره نوي غړي معرفي کړل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 04, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو نوي غړي معرفي شول

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له بدلیدو وروسته د دغه هیواد ولسمشر د انتخاباتي کمیشنونو د تیرو غړو په څنګته کولو سره د هغو لپاره نوي غړي معرفي کړل.

د ایرنا د رپورټ له مخې محمد اشرف غني بیګا وویل: ، «سید عصمت الله مل»، «مولانامحمدعبدالله»، «اورنگ زیب» او «محمد حنیف دانشیار» د پنځو کالو لپاره او «مسافرقوقندی»، «حواعلم نورستانی» او «رحیمه ظریفی» د دریو کالو لپاره د انتخاباتو د کمیشن د غړو په توګه او حبیب الرحمان ننګ د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د دارالانشاء د مشر په توګه غوره شوي دي.

د افغانستان ولسمشر همداشان زیاته کړه چې «محمدقاسم الیاسی»، «زهره بیان شینواری» او «مولوی دین محمد عظیمی»  د پنځو کلونو لپاره او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د دریو کلونو لپاره په انتخاباتي شکایتونو د غور د کمیشن د غړو او چمن شاه اعتمادي هم د دغه کمیشن د دارالانشاء د مشر په توګه غوره کړی شول.

د کمیشن تیر غړي له هغوي څخه د ډیرو شکایتونو او د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کښې د درغلۍ په تور څنګته کړی شوي او څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو نوی کمیشن د دغه هیواد د ولسي جرګې د غوره شویو استازو د نومونو د اعلانولو مسئول دی چې انتخابات یې کابو څلور میاشتې مخکښې شوې دي.

دا کمیشن باید د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هم یوه طرحه وړاندې کړي چې ټاکل شوې د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.