افغانستان د لویې جرګې د جوړولو روده اعلان کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80717-افغانستان_د_لویې_جرګې_د_جوړولو_روده_اعلان_کړه
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند پرون وویل ولسمشر اشرف غنی به تر راتلونکو څو ورځو پورې د سولې د مشورتی لویې جرګې د ترسره کیدا حکم ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2019 01:12 Asia/Kabul
  • د مشوري لویې جرګې د جوړیدا نیټه د مارچ دمیاشتې له اولسمې (۱۷)  څخه بل وخت ته ځنډول شوي ده .
    د مشوري لویې جرګې د جوړیدا نیټه د مارچ دمیاشتې له اولسمې (۱۷) څخه بل وخت ته ځنډول شوي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند پرون وویل ولسمشر اشرف غنی به تر راتلونکو څو ورځو پورې د سولې د مشورتی لویې جرګې د ترسره کیدا حکم ورکړی .

هغه ډاګینه کړه ټاکل شوی ده چې د سولې د مشورتی لویې جرګې د ترسره کیدا لپاره کمیسیون او خپلواکه سیکریټریټ(دارالانشا) جوړ شی  چې د جرګې د ترسره کیدا لپاره زمینه برابره شی .

له دې مخکې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړولو کار د سولې دلوړې شورا د دارالانشا مشر عمر داودزی ته سپارلی وو .

دافغانستان د سولې د لوړې شورا هم ویلی دی چې د مشوری لویې جرګې د جوړیدا نیټه یې د مارچ دمیاشتې له اولسمې (۱۷)  څخه بل وخت ته ځنډولی ده .