افغان حکومت له سیاسی مشرانوسره یوځای دامریکااوطالبانوترمینځ په خبروکې شتون ته تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80757-افغان_حکومت_له_سیاسی_مشرانوسره_یوځای_دامریکااوطالبانوترمینځ_په_خبروکې_شتون_ته_تیاردی
تر دې دمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ څو ځله خبرې اترې شوی دی ،خو دم ګړۍ ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2019 01:38 Asia/Kabul
  • افغان حکومت له سیاسی مشرانوسره یوځای دامریکااوطالبانوترمینځ په خبروکې شتون ته تیاردی

تر دې دمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ څو ځله خبرې اترې شوی دی ،خو دم ګړۍ ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان دجمعیّت اسلامی ګوند اجرائی مشر  عطامحمد نور  دافغانستان له طلوع نیوز  خبری چینل سره په خبرو کې   دقطر په دوحې کې د  افغانستان د حکومت د ګډون وخت او  ددې موضوع جزیاتو ته  له اشارې پرته  ووئیل ،  دکابل حکومت تیار دی،او ټاکل شوې ده  د افغانستان  دسیاسی ګوندونو له مشرانو سره یو ځای   په قطر کې  له طالبانو ډلې سره دامریکا  په خبرواترو کې ګډون وکړی .

 هغه زیاته کړې،دافغانستان دحکومت مرکچی ټیم دامریکا او له طالبانو ډلې سره په خبرواتروکې ددغه هیواد ددرست ولس اوسیاسی ځواک  استازیتوب نشی کولی ، پر دې اساس  له طالبانو سره دسولې  په خبرواترو کې دسیاسی ګوندونوشتون ضروری دی . 

 دافغانستان حکومت که څه هم  په کرتو  دامریکا اوطالبانو په خبرواترو کې دګډون په ضرورت ټینګار کړی،خو تردې دمه  دطالبانو له خوا ددغې غوښتنې منل  او دقطر په خبرو کې ئې ګډون   نه دی تائید شوی .  طالبانو  په ځلونو وئیلی دی،دافغانستان  له حکومت سره د روغې جوړې هیڅ ډول خبرې اترې نه کوی .

تر دې دمه  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  څو ځله خبرې اترې شوی دی ،خو  دم ګړۍ ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې .