دافغانستان طالبانو دامریکا ادعا دروغ وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80822-دافغانستان_طالبانو_دامریکا_ادعا_دروغ_وبلله
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر په خبرو کښې د کابل له حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو او د اوربند په باره کښې د بحث په اړه د امریکا دخارجه وزارت د ویاند رابرټ پالاډینو څرګندونې دروغ وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • اوربند او د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې داسې موضوګانې دي چې کورني اړخونه لري .
    اوربند او د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې داسې موضوګانې دي چې کورني اړخونه لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر په خبرو کښې د کابل له حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو او د اوربند په باره کښې د بحث په اړه د امریکا دخارجه وزارت د ویاند رابرټ پالاډینو څرګندونې دروغ وبللې .

ذبیح الله مجاهد وویل دخبرو اترو په دغه مرحلې کښې له افغانستانه  د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو د څرنګوالی د جزیاتو په هکله  بحث وشو .

هغه وویل اوربند او د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې داسې موضوګانې دی چې کورنی اړخونه لری او له امریکا سره هیڅ ارتباط نلری .