طالبان دې په زړۀ سره دسولې لپاره ملګرتیاوکړی
طالبانو ډلې په دغو خبرواترو کې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ، ددغه هیواد له بندونو د ددغې ډلې دبندیانو پر خوشی کولو او دملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو او وګړو د لیرې کولو غوښتنې باندې ټینګار کړی دی .
ایرنا خبري آژانس راپورورکړ دافغانستان دملی وحدت حکومت داجرائي شورا مشر عبدا...عبدا... پر طالبانو غږ کړی ، د سولې د تحقق لپاره دې صادقانه ملګرتیا وکړي .
عبدا... عبدا... نن په کابل کې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د سولې خبرې اترې روانې دي او دافغانستان ولس له یوې خوا دغو خبرواترو ته هیله مند دي او له بل پلوه اندیښمن دي .
ډاکټر عبدا...زیاته کړې ، دافغانستان ولس پخپل هیواد کې دجنګ ختمیدا او دغه راز د سولې او امنیت ټينګیدا غواړي . ،خو کله په افغانستان کې سوله ټينګه شي ،نو بیا،په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو دوام ته هیڅ ضرورت نشته . له امریکا سره دطالبانو ډلې دخبرواترو پنځم پړاؤ چې دوه اونۍ مخکې راهسې دقطر په دوحې کې پیل شوي تر دې دمه ئې هیڅ بریا نه ده درلودلي .
طالبانو ډلې په دغو خبرواترو کې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ، ددغه هیواد له بندونو د ددغې ډلې دبندیانو پر خوشی کولو او دملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو او وګړو د لیرې کولو غوښتنې باندې ټينګار کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان او سیمې زیاتره کارپیژاند او شناندي په دې اند دي ، چې په افغانستان کې د بهرنیو په تیره بیا دامریکائي عسکرو د شتون دوام ، په دغه هیواد کې د اړۍ ګړۍ او دنشه ایزو توکو دزیاتیدا لامل شوی دی .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس په یوه ناڅاپي سفر کې نن دافغانستان دبلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللی او د دجرمني عسکرو په ټول کې ئې په افغانستان کې د جرمني دعسکرو دشتون پر دوام ټينګار کړی دی .
ټاکل شوې چې دجرمنی خارجه وزیر له ولسمشر او داجرائي شورا له مشر سره هم لیده کاته وکړي .