طالبان دې په زړۀ سره دسولې لپاره ملګرتیاوکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80850-طالبان_دې_په_زړۀ_سره_دسولې_لپاره_ملګرتیاوکړی
طالبانو ډلې په دغو خبرواترو کې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ، ددغه هیواد له بندونو د ددغې ډلې دبندیانو پر خوشی کولو او دملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو او وګړو د لیرې کولو غوښتنې باندې ټینګار کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2019 10:35 Asia/Kabul
  • طالبان دې په زړۀ سره دسولې لپاره ملګرتیاوکړی

طالبانو ډلې په دغو خبرواترو کې له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ، ددغه هیواد له بندونو د ددغې ډلې دبندیانو پر خوشی کولو او دملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو او وګړو د لیرې کولو غوښتنې باندې ټینګار کړی دی .

ایرنا خبري آژانس راپورورکړ  دافغانستان دملی وحدت حکومت داجرائي شورا مشر  عبدا...عبدا... پر طالبانو غږ کړی ،  د  سولې  د تحقق لپاره دې صادقانه ملګرتیا وکړي .

  عبدا... عبدا...  نن په کابل کې  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د سولې خبرې اترې  روانې دي او دافغانستان ولس له یوې خوا  دغو  خبرواترو ته هیله مند دي او له بل پلوه اندیښمن دي .

   ډاکټر عبدا...زیاته کړې ، دافغانستان ولس   پخپل هیواد کې  دجنګ ختمیدا او دغه راز د سولې او امنیت ټينګیدا غواړي . ،خو  کله په افغانستان کې  سوله  ټينګه شي ،نو بیا،په دغه هیواد کې د بهرنیو  عسکرو  دوام ته هیڅ ضرورت نشته .   له امریکا  سره دطالبانو ډلې  دخبرواترو پنځم پړاؤ  چې  دوه اونۍ مخکې راهسې  دقطر په دوحې کې پیل شوي تر دې دمه ئې هیڅ بریا نه ده درلودلي . 

 طالبانو ډلې په دغو خبرواترو کې  له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ،  ددغه هیواد له بندونو د  ددغې ډلې دبندیانو پر خوشی کولو  او  دملګروملتو له تورلیسټه ددغې ډلې د مشرانو او وګړو د لیرې کولو غوښتنې باندې ټينګار کړی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان او  سیمې زیاتره  کارپیژاند او  شناندي  په دې اند دي ، چې  په افغانستان کې  د بهرنیو په تیره بیا دامریکائي عسکرو د شتون دوام ،  په دغه  هیواد کې د اړۍ ګړۍ  او دنشه ایزو توکو دزیاتیدا لامل شوی دی .

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دجرمنی خارجه وزیر  هایکو ماس په یوه ناڅاپي  سفر کې نن دافغانستان دبلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللی او د  دجرمني عسکرو په ټول کې ئې  په افغانستان کې د جرمني دعسکرو  دشتون پر  دوام ټينګار کړی دی .

ټاکل شوې  چې دجرمنی خارجه وزیر  له ولسمشر او داجرائي  شورا له مشر سره هم لیده کاته وکړي .