امریکاپه افغانستان کې پخپلو ژمنو هیڅکله هم عمل نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80852-امریکاپه_افغانستان_کې_پخپلو_ژمنو_هیڅکله_هم_عمل_نه_دی_کړی
د افغانستان د میرمنو دټولنې مشرې ددغه هیواد پر رسندویو هم غږ کړی،څو په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت دټینګولو په پلمه د امریکا دپوځی شتون اصلی موخه او دغمیزې ژوروالۍ دې دخلکو په وړاندې وښئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2019 11:03 Asia/Kabul
  • امریکاپه افغانستان کې پخپلو ژمنو هیڅکله هم عمل نه دی کړی

د افغانستان د میرمنو دټولنې مشرې ددغه هیواد پر رسندویو هم غږ کړی،څو په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت دټینګولو په پلمه د امریکا دپوځی شتون اصلی موخه او دغمیزې ژوروالۍ دې دخلکو په وړاندې وښئ .

 زمونوخبریال د صدای افغان خبری اژانس  له قوله راپورراکړ ،   د افغانستان د میرمنو د ټولنې  مشرې میرمن  فتانه اسحاق ګیلانی  نن په کابل کې  دسولې په باب  دمیرمنو د لیدتوګې نومې  سیمنار کې  پخپلې وینا کې  وئیلی دی ،  دسولې ټینګیدا ، له ترهه ګرۍ  او نشه ایزو موادو سره مبارزه او د جنګ پای ته رسول  ،  دافغانستان ولس ته دامریکا ژمنې وې ، چې  واشنګټن   په دوی کې یوې ژمنې ته هم پابنده نه ده .

 میرمن فتانه ګیلانی زیاته کړې،امریکا په تیرو اتلسوکلونوکې په افغانستان کې  دعامو خلکو له وژلو ، دترهه ګرۍ له پراختیا،  دناکراریو،تشه ایزو توګو دتولید اوټرانزیټ  له زیاتیدو پرته  له ځانه بل هیڅ میراث  نه دی پریښودلی .

  د افغانستان د میرمنو دټولنې مشرې  ددغه هیواد پر رسندویو هم غږ کړی،څو په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت دټینګولو په پلمه د امریکا دپوځی شتون  اصلی موخه او  دغمیزې ژوروالۍ  دې  دخلکو په وړاندې  وښئ .

 هغې ددې خبرې په کولو سره چې  د اسلام پاک دین  میرمنو ته  خاص مقام ورکړی دی ، وئیلی دی،دتاریخ په اوږدو کې دافغانستان میرمنو هماغه راز له دغه هیواده د شوروی  په شړلو کې  د خپلو سړیو ترڅنګ هم  ارزښتمنه  ونډه درلودلې او  دخپل وطن  ددفاع لپاره  به هیڅ هڅه ونه سپموی .