دافغانستان د سولې شورا په خبرو اندیښنه څرګنده کړه
-
ټول لوري په تیره بیا دافغانستان حکومت باید په هیواد کښې د سولې او ثبات په ټینګیدا کښې ونډه ولري .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې د لوړې شورا غړی عبدالحکیم مجاهد د اشرف غنی دحکومت په نشتون کښې په قطر کښې د طالبانو او دامریکا د استازیو د خبرواترو په دوام اندیښنه څرګنده کړه .
عبدالحکیم مجاهد وویل د افغانستان حکومت باید د قطر په خبرو کښې یو(۱) مهم لوری وی او تر هغه وخته چې د کابل حکومت په دا ډول خبرو کښې ګډون ونلری په قطر کښې احتمالی موافقې به اجرایی نشی .
هغه وویل ټول لوری په تیره بیا دافغانستان حکومت باید په هیواد کښې د سولې او ثبات په ټینګیدا کښې ونډه ولری .
د افغانستان د سولې د لوړې شورا اندیښنه په داسې حال کښې ده چې طالبان تراوسه د کابل له حکومت سره نیغ په نیغه خبرو اترو ته نه دی چمتو شوی .
له امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو پینځم (۵) پړانو له تیرو څوارلسو (۱۴) ورځو راهسې د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوی خو تراوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړی .
طالبان په دغو خبرو کښې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو ، د دغه هیواد له زندانونو دخپلو ټولو بندیانو په خوشی کولو او د ملګروملتونو له تور فهرست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو په لیرې کولو ټینګار کوی .