له طالبانوډلې سره دسولې په بهیرکې نهائی فیصله کونکی افغان حکومت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80909-له_طالبانوډلې_سره_دسولې_په_بهیرکې_نهائی_فیصله_کونکی_افغان_حکومت_دی
سرور دانش د خپلو خبرو په بلې برخې کې دشهیدمزاری عدالت غواړی او مبارز شخصیّت ته په اشارې سره دهه افکار دافغانستان داوسنیو مشکلاتو اوستونزو غوټه پرانیستونکی وبلل او وې وئیل د شهیدمزاری د تفکر اساس ،دملی ماډرن حکومت جوړول وو چې نن سبا ئې جدی اړتیا احساسیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 14, 2019 04:37 Asia/Kabul
  • له طالبانوډلې سره دسولې په بهیرکې نهائی فیصله کونکی افغان حکومت دی

سرور دانش د خپلو خبرو په بلې برخې کې دشهیدمزاری عدالت غواړی او مبارز شخصیّت ته په اشارې سره دهه افکار دافغانستان داوسنیو مشکلاتو اوستونزو غوټه پرانیستونکی وبلل او وې وئیل د شهیدمزاری د تفکر اساس ،دملی ماډرن حکومت جوړول وو چې نن سبا ئې جدی اړتیا احساسیږی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش  چې  دولسمشرۍ  په ماڼۍ کې  ئې دعبدالعلی مزاری د  شهادت څلورویشتمې کلیزې  په دستورو کې وینا کوله  وئیلی دی، ځینی وائی باید  انتخابات دسولې  په خاطر وځنډول شی ، حال دا چې  دا کار له لنډفکرۍ زیات بل څه  نه دی ،ځکه   په سولې یواړخیز تمرکز  د حکومت جوړونې بهیر دروی چې  په داسې بڼه کې باید  مونږ دتل پاتې سولې  په تمه ونه ووسو .

 له دې مخې دافغانستان د انتخاباتواو شفافیت دغورځنګ غړو ددغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بیا ځنډولو  غوښتنه کړې ده . 

ټاکل شوې ده دافغانستان دولسمشرۍ راتلونکی انتخابات دجولائی په شلمه نیټه ترسره شی .

  سرور دانش د خپلوخبرو په بلې برخې کې دشهیدمزاری  عدالت غواړی اومبارز شخصیّت ته په اشارې سره دهغه افکار د افغانستان داوسنیومشکلاتو اوستونزو  غوټه پرانیستونکی وبلل اووې وئیل دشهیدمزاری د تفکر اساس،دملی ماډرن حکومت  جوړول  وو  چې  نن سبا ئې  جدی اړتیا احساسیږی . 

 د افغانستان د ولسمشر دوه مرستیال  وئیلی،زمونږپرون او نن  له جنګ سره غوټه خوړلې  ده،شهید مزاری  له دغو مشکلاتو د وتلو او د جنګ دختمیدا لپاره  ځینی لارې چارې  درلودې  اوتل ئې شعار هم  دا ؤ چې هیڅکله د جنګ غوښتونکی  نه د ی  او باؤری ؤ چې  دجنګ اصلی عامل ، دحذفونې  او انحصار پالنې سیاست دی .