د افغانستان خارجه وزارت د پاکستان د سفارت استازے احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80950-د_افغانستان_خارجه_وزارت_د_پاکستان_د_سفارت_استازے_احضار_کړ
بهرنیو چارو وزارت، د افغان صلحې په اړه د پاکستان د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کې د یاد هېواد د سفارت استازے احضار کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2019 04:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان خارجه وزارت  د پاکستان د سفارت استازے احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت، د افغان صلحې په اړه د پاکستان د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کې د یاد هېواد د سفارت استازے احضار کړ

افغانستان د پاکستان د سفارت استازے د دغه هېواد  د وزیر اعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو په باب  احضار کړے او په دې اړه یې ورڅخه وضاحت غوښتی دی.

د  افغانستان د بهرنیوچارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د وزیر اعظم څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده نو ځکه یې په کابل کې په دې تړاو د پاکستان  د سفارت استازے احضار کړی دے.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې افغانستان د سولې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوی او ډېر ژر به دغلته یو نوے حکومت چې ټولې خواوې به پکې شاملې وي جوړ شي. هغه په دې اړهنور جزئیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د پاکستان له

ثبات سره مرسته کوي او له دغه هېواد سره  د سوداګرۍ په پراختیا کې ښه  رول لوبولې شي.