هند په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو مخالف دی
Mar 18, 2019 04:05 Asia/Kabul
د هندوستان مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د موقته حکومت له جوړیدو سره د خپل هیواد په مخالفت ټینګار وکړ.
ایرنا لیکلي چې ویجئ ګوخال په واشنګټن کښې، د افغانستان په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کښې وویل: هندوستان په افغانستان کښې د موقته حکومت د جوړیدو ملاتړ نه کوي.
هغه څرګنده کړه چې نوی ډیلی په افغانستان کښې د یو انتخابي حکومت غوښتونکی دی.
ګوخال دا څرګندونې په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړولو لپاره د امریکې د هلوځلو په هکله له ځینو اوازو وروسته کړې دي.
ټیګونه