طالبانو دافغانستان ۵۸پوله ساتونکی برمته کړی دی
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو په تیره بیا دامریکائی عسکرو شتون په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو او ترهه ګرۍ دزیاتیدالامل شوی،حال داچې امریکا او دهغې متحدانو په افغانستان کې د سولې اوثبات او دډیموکراسۍ دټینګولوپه پلمه په حملې سره دغه هیواد له تیرو اتلسو کلونو راهسې نیولی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان دفاع وزارت بیګا دیوې خبرتیا په خپرولو سره ددغه هیواد په شمال کې په بادغیس ولایت کې د طالبانو ډلې د وسلوالو په لاس د ۵۸افغان پوله ساتونکو د برمته کیدا خبر ورکړ .
په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ، ددغو برمته شوو افغان پوله ساتونکو د موندلو لپاره پلټونکی عملیات پیل شوی دی .
بادغیس د ا فغانستان یو ناکراره او وروسته پاتې ولایت دی .
دبادغیس پشمول دافغانستان زیاتره بیلابیلې سیمې په همداوروستیو میاشتو کې د ترهه ګرو حملو اوبمی چاودنو دزیاتیدا کتونکی دی . همداراز طالبانوډلې او داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې د زیاترو هغو بمی چاودنو ځان مرګو حملو او نورو حملو پړه په غاړه اخلی چې په لسګونو بې ګناه عام خلک هم پکې قربانی کیږی .