طالبانو دافغانستان ۵۸پوله ساتونکی برمته کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80994-طالبانو_دافغانستان_۵۸پوله_ساتونکی_برمته_کړی_دی
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو په تیره بیا دامریکائی عسکرو شتون په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو او ترهه ګرۍ دزیاتیدالامل شوی،حال داچې امریکا او دهغې متحدانو په افغانستان کې د سولې اوثبات او دډیموکراسۍ دټینګولوپه پلمه په حملې سره دغه هیواد له تیرو اتلسو کلونو راهسې نیولی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2019 01:58 Asia/Kabul
  •   طالبانو دافغانستان ۵۸پوله ساتونکی برمته کړی دی

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو په تیره بیا دامریکائی عسکرو شتون په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو او ترهه ګرۍ دزیاتیدالامل شوی،حال داچې امریکا او دهغې متحدانو په افغانستان کې د سولې اوثبات او دډیموکراسۍ دټینګولوپه پلمه په حملې سره دغه هیواد له تیرو اتلسو کلونو راهسې نیولی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان دفاع وزارت بیګا  دیوې خبرتیا په خپرولو سره  ددغه هیواد په شمال کې په بادغیس ولایت کې د طالبانو ډلې د وسلوالو په لاس  د ۵۸افغان پوله ساتونکو د برمته کیدا خبر ورکړ .

 په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ،  ددغو برمته شوو افغان پوله ساتونکو د موندلو لپاره پلټونکی عملیات پیل شوی دی .

 بادغیس  د ا فغانستان یو ناکراره او وروسته پاتې ولایت دی .

 دبادغیس پشمول   دافغانستان زیاتره بیلابیلې سیمې  په همداوروستیو میاشتو کې  د ترهه ګرو حملو اوبمی چاودنو  دزیاتیدا کتونکی دی .   همداراز طالبانوډلې او  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې د زیاترو  هغو بمی چاودنو ځان مرګو حملو او  نورو حملو  پړه په غاړه اخلی  چې   په لسګونو بې ګناه عام خلک  هم پکې قربانی کیږی .