دافغانستان دسولې لوړه شورا خبرو ته نه ده وربلل شوی
-
داسې ګونګوسې شته چې د افغانستان د حکومت استازي له طالبانو ډلې سره د سیاسي ګوندونوخبرواتروته وربلل شوي دي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د سولې دلوړې شورا مرستیالې «حبیبه سرابی» وویل دغه شورا په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د سیاسی ګوندونو دخبرو په دوهم (۲) پړاو کښې د ګډون لپاره هیڅ بلن لیک نه دی ترلاسه کړی .
حبیبه سرابی وویل له طالبانو ډلې سره د افغانستان دسیاسی ګوندونو د خبرواترو دوهم (۲) پړاو د قطر په کوربه توب ترسره کیږی خو د سولې د لوړې شورا هیڅ غړی ته تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون بلنه نه ده ورکړل شوی .
داپه داسې حال کښې دی چې په ماسکو کښې له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو لومړی(۱) پړاو د افغانستان د سولې دلوړې شورا د غړیو په ګډون سره ترسره شوی وو .
ټاکل شوی ده چې له طالبانو سره د افغانستان دسیاسی ګوندونو د خبرواترو دوهم(۲) پړاو دپخوانی ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ د سیاسی ګوندونو دکابو اتیا(۸۰) استازیو په ګډون سره د راتلونکی اپریل میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د قطر په پلازمینې دوحې کښې ترسره شی .
داسې ګونګوسې شته چې د افغانستان د حکومت استازی له طالبانو ډلې سره د سیاسی ګوندونوخبرواتروته وربلل شوی دی .
طالبانو ډلې تراوسه دغه موضوع ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .