هند افغانستان ته ۴۰ جنګي الوتکې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81174-هند_افغانستان_ته_۴۰_جنګي_الوتکې_ورکوي
هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴۰ جنګي الوتکو مرسته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2019 02:48 Asia/Kabul
  • هند افغانستان ته ۴۰ جنګي الوتکې ورکوي

هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴۰ جنګي الوتکو مرسته کوي.

د دې راپورونو له مخې، هند له بلاروس سره تړون کړے، چې افغانستان ته څلوېښت جنګي الوتکې برابرې کړي.

له بل لوري په هند کښې د افغانستان پخواني سفير او اوس مهال د جمهوري رياست نامزد شيدا محمد ابدالي هم دا راپورونه تاييد کړي دي او ويلي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دغه الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د ابدالي په خبره، د دې الوتکو ټول لګښت هم هند ورکوي.

د يادولو ده چې هند تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره د جنګي الوتکو مرسته کړې وه.