ازبکستان دافغان حکومت اوطالبانوترمینځ دروغې جوړې کوربتوب ته تیاردی
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې کې دافغانستان د سولې دخبرواترو دکوربتوب لپاره په چمتووالی دازبکستان په قدرونې سره دسیمې دملګرتیاؤ دپراختیا لباره د افغانستان دکلک هوډ اوارادې خبر ورکړ او وې وئیل سوله او روغه جوړه ددرستو شخړو نهائی حل لاره ده او سیمه نوره د جنګ جګړو په ځای دخبرواترو ترسره کیدو ته ډیره ا ړتیا لری .
زمونږخبریال راپورراکړ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرعبدالعزیز کاملوف او د دغه هیواد دملی امنیت سلاکار ویکټور محمدوف چې افغانستان ته په سفر تللی پرون ناوخته ئې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشر ف غنی سره په کتنې کې د افغان حکومت او طالبانوډلې ترمینځ د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره چمتووالی وښود.
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې کې دافغانستان د سولې د خبرواترودکوربتوب لپاره په چمتووالی دازبکستان په قدرونې سره د سیمې دملګرتیاؤ دپراختیا لباره د افغانستان دکلک هوډ اوارادې خبر ورکړ او وې وئیل سوله او روغه جوړه د درستو شخړو نهائی حل لاره ده او سیمه نوره د جنګ جګړو په ځای دخبرواترو ترسره کیدو ته ډیره ا ړتیا لری .
داپه داسې حال کې دی،چې دافغانستان دسولې پربهیرسربیره، د ازبکستان او افغانستان د چارواکو ترمینځ د تجارتی او اقتصادی چارو په پراختیا او ټرانزیټی موضوعګانو هم خبرې شوی دی .