دسولې دبهیر دهمغږه کولو لپاره کوټلی هڅې دوام لری
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا...، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، دوهم مرستیال سرور دانش، پخوانی جهادی مشر عبد الّرب رسول سیاف او د سولې د عالی شورا مشر کریم خلیلی سره کتلی او د سولې د پروسې په اړه ئې مشورې کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا..عبدا.... پرون ناوخته په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی دملی وحدت حکومت د سولې دهڅو دهمغږۍ او یوموټی کیدا لپاره د یوې واحدې رهبرۍد رامینځةکولو لپاره سلامشورې پیل کړی دی .
ډاکټر عبدا...وئیلی دیهغه مرجع چې دکابل حکومت ئې له سیاسی شخصیتونو سره دسلامشورو له لارې د جوړولوهڅه کوی،دخلکو دحقوقو په ساتلوسره به د تل پاتې او عزتمنې سولې دټینګیدو زمینه برابره کړی .
هغه په عین حال کې روښانه کړې دسولې په اړه له تیت پرکوخوځښتونو اوهڅو طالبانو ډله ناسمه استفاده کړې،دافغانستان زیاتره خلک نور له شخړو اوترینګلتیاؤ ستړی شوی،سوله غواړی او تورتمو شپو ورځو ته بیرته ستنیدل نه غواړی
دا په داسې حال کې دی چې پرون په دې اړه دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او داجرائی شورامشرعبدا...عبدا...،پخوانی ولسمشرحامد کرزی،دوهم مرستیال سروردانش،پخوانی جهادی مشر عبدالّرب رسول سیاف او د سولې د عالی شورا مشر کریم خلیلی سره کتلی او د سولې د پروسې په اړه ئې مشورې کړی دی .