دمشورتی لویې جرګې د کمیسیون غړی وټاکل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81329-دمشورتی_لویې_جرګې_د_کمیسیون_غړی_وټاکل_شول
اوا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون غړی معلوم شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې د افغانستان دسولې مشورتي لویه جرګه د روان میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۲۹ نیټه په کابل کښې ترسره شي .
    ټاکل شوي ده چې د افغانستان دسولې مشورتي لویه جرګه د روان میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۲۹ نیټه په کابل کښې ترسره شي .

اوا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون غړی معلوم شول .

د افغانستان د سولې د لوړې شورا د دارالانشا مشر او د سولې د اجماع لپاره د سیمې په چارو کښې د ولسمشر اشرف غنی ځانګړی استازی «محمد عمر داود زی» وویل د سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون نولس(۱۹) غړی د ولسمشر اشرف غنی لخوا وټاکل شول .

فضل کریم فضل ، عبدالوهاب عرفان ، عباس نویان ، عبدالحق شفق ، محمد ایوب رفیقی ، عبدالرشید ایوبی ، داوود کلکانی ، صدیق پتمن ، خان جان الکوزی ، جماهیر انوری ، فوزیه ارال ، ملالۍ شینواری ، سید علی کاظمی ، امین الدین مظفری ، نسرین اوریاخیل ، ضیاالحق امرخیل ، نیلوفر ابراهیمی ، سریر احمد برمک ، او روح الله نیازی د افغانستان د سولې دمشورتی لوې جرګې د ترسره کولو دکمیسیون غړی دی .

د افغانستان دولسمشر اشرف غنی د حکم پراساس ضیا الحق امر خیل  او فوزیه ارال سولې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو د کمیسیون د مرستیالانو ، نادیه صالح د منشی او سید علی کاظمی او عبدالرشید ایوبی هم د ویندویانو په توګه وټاکل شول .

ټاکل شوی ده چې د افغانستان دسولې مشورتی لویه جرګه د روان میلادی کال د اپریل دمیاشتې په ۲۹ نیټه چې دثور دمیاشتې نهمه(۹) نیټه کیږی د دوه زوره پینځه سوه(۲۵۰۰) کسانو په ګډون سره په کابل کښې ترسره شی