دقطر په غونډې کښې دافغانستان استازی ګډون نلری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81394-دقطر_په_غونډې_کښې_دافغانستان_استازی_ګډون_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی طالبانو وویل په قطر کښې له دغه ډلې سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم (۲)پړاو کښې به د افغانستان دحکومت هیڅ استازی ګډون ونلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2019 08:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو او دسیاسي ګوندونو دخبرواترو دوهم (۲) پړاو د اپریل په ۱۴ او ۱۵ نیټه په قطر کښې ترسره کیږي .
    د افغانستان د طالبانو او دسیاسي ګوندونو دخبرواترو دوهم (۲) پړاو د اپریل په ۱۴ او ۱۵ نیټه په قطر کښې ترسره کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی طالبانو وویل په قطر کښې له دغه ډلې سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم (۲)پړاو کښې به د افغانستان دحکومت هیڅ استازی ګډون ونلری .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په قطر کښې له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دوهم(۲) پړاو کښې د ګډون لپاره دحکومت د استازیو یو(۱) فهرست خپور کړ .

دافغانستان طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د قطر دغه غونډه دسولې رسمې خبرې اترې نشو بللی بلکې ګډون کونکی به یوازې  د نظرتبادله وکړی او خپل دریځونه به اعلان کړی .

طالبانو ویلی دی که چیرې دقطر په غونډې کښې د ګډون کونکو په فهرست کښې د افغانستان د حکومت دځینو چارواکو نومونه وی هغوې   یوازې دخپلو شخصی نظرونو د څرګندولو لپاره ګډون کوی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان حکومت هیله څرګنده کړی ده چې وکولای شی له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د خبرواترو په دغه پړاو کښې نیغ په نیغه له دغه ډلې سره دسولې خبرې وکړی .

د افغانستان د طالبانو او دسیاسی ګوندونو دخبرواترو دوهم (۲) پړاو د اپریل په ۱۴ او ۱۵ نیټه په قطر کښې ترسره کیږی .