په ایران کښې دکډوالو لپاره ونډه بیله شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81478-په_ایران_کښې_دکډوالو_لپاره_ونډه_بیله_شوی_ده
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دمشورتی لوې جرګې د کمیسیون ویاند علی کاظمی په دغه جرګې کښې دګډون لپاره په ایران کښې د هستوګنه افغان کډوالو لپاره د دیرش (۳۰)کسیزه ونډې په نظر کښې د نیولو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2019 11:23 Asia/Kabul
  • ایران کښې دافغانستان سیاسي نمایندګۍ یوازې د انتخاباتو په بهیر د څارونکي رول لري او کډوال باید  خپل استازي وټاکي .
    ایران کښې دافغانستان سیاسي نمایندګۍ یوازې د انتخاباتو په بهیر د څارونکي رول لري او کډوال باید خپل استازي وټاکي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دمشورتی لوې جرګې د کمیسیون ویاند علی کاظمی په دغه جرګې کښې دګډون لپاره په ایران کښې د هستوګنه افغان کډوالو لپاره د دیرش (۳۰)کسیزه ونډې په نظر کښې د نیولو خبر ورکړ

هغه نن وویل په ایران کښې د هستوګنه کډوالو لپاره ددیرشو(۳۰) کسانو ونډه په نظر کښې نیول شوی ده چې د مهاجرینو استازی  دسولې په مشورتی لوې جرګې کښې له ګډون کولو محرومه نشی .

کاظمی وویل په ایران کښې دافغانستان سیاسی نمایندګۍ یوازې د انتخاباتو په بهیر د څارونکی رول لری او کډوال باید  خپل استازی وټاکی .