په ایران کښې دکډوالو لپاره ونډه بیله شوی ده
Apr 12, 2019 11:23 Asia/Kabul
-
ایران کښې دافغانستان سیاسي نمایندګۍ یوازې د انتخاباتو په بهیر د څارونکي رول لري او کډوال باید خپل استازي وټاکي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دمشورتی لوې جرګې د کمیسیون ویاند علی کاظمی په دغه جرګې کښې دګډون لپاره په ایران کښې د هستوګنه افغان کډوالو لپاره د دیرش (۳۰)کسیزه ونډې په نظر کښې د نیولو خبر ورکړ
هغه نن وویل په ایران کښې د هستوګنه کډوالو لپاره ددیرشو(۳۰) کسانو ونډه په نظر کښې نیول شوی ده چې د مهاجرینو استازی دسولې په مشورتی لوې جرګې کښې له ګډون کولو محرومه نشی .
کاظمی وویل په ایران کښې دافغانستان سیاسی نمایندګۍ یوازې د انتخاباتو په بهیر د څارونکی رول لری او کډوال باید خپل استازی وټاکی .
ټیګونه