افغانستان د طالبانو اعلان ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81498-افغانستان_د_طالبانو_اعلان_ته_غبرګون_ښودلی
زمونږخبریال وایی د افغانستان د ولسمشرد مطبوعاتو دفتر د طالبانو ډلې د سپرلی د عملیاتو اعلانیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه ډله هماغه راز دجنګ په دوام ټینګار لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2019 00:02 Asia/Kabul
  • کابل حکومت نه یوازې جنګ اعلان نه دی کړی بلکې دسولې په لاره کښې موجود خنډونه یې هم لیرې کړي دي .
    کابل حکومت نه یوازې جنګ اعلان نه دی کړی بلکې دسولې په لاره کښې موجود خنډونه یې هم لیرې کړي دي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان د ولسمشرد مطبوعاتو دفتر د طالبانو ډلې د سپرلی د عملیاتو اعلانیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه ډله هماغه راز دجنګ په دوام ټینګار لری .

دافغانستان دولسمشر دمطبوعاتودفتر په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دطالبانو دغه ادعا چې وایی ددغه ډلې دجنګ اعلانیدل د افغانستان دحکومت دجنګ د اعلان ته په غبرګون کښې ترسره شوی دی کاملا بې اساسه ده ځکه چې د کابل حکومت نه یوازې جنګ اعلان نه دی کړی بلکې دسولې په لاره کښې موجود خنډونه یې هم لیرې کړی دی .

دافغانستان د ولسمشر مطبوعاتو دفتر دغه راز حکومتی عسکرو ته حکم ورکړی دی د هیواد دخلکو او دخاورې د دفاع لپاره ضروری تدبیرونه غوره کړی او د طالبانو حملو ته پریکنده ځواب ورکړی .

طالبانو له امریکا سره د سولې دخبرو د شپږم (۶) پړاو په درشل کښې د سپرلی دعملیاتو په پیلولو سره په افغانستان کښې د حکومتی عسکرو او دامریکا رژیم دترهګرو پوځیانو پرضد خپلې حملې زیاتې کړی دی .