له طالبانو سره دخبرواترو لپاره قطرته دافغانستان دپلاوی تلل وځنډیدل
وسلهوالو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوی لېسټ سره مخالفت ښودلی او ویلی ئې دی چې دوی پهدغه نوملړ کې یوازې له یو شمېر مشخصو قومی مشرانو او شخصیتونو سره وګوری.
زمونږخبرایل راپور راکړ دافغانستان حکومت په تیره بیا ولسمشرۍ نیّت درلود چې دغه پلاوی نن په یوې سرکاري الوتکې کې د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي،څو له طالبانو سره د سولې اوروغې جوړې په خبرو کې ګډون وکړي ، خو د افغانستان د حکومت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل خپله نامه واخلي ځینو رسنیو ته ئې یوازې د سفر د ځنډیدو خبره کړې، البته د ځنډیدا دعلت په باب ئې څه نه دي وئيلي . داپه داسې حال کې دي چې ډیری شناندي وائي ، تر دې دمه دا نهده څرګنده چې دغه ځنډ مؤقتي دی او که حکومت قطر ته د دغه پلاوي پر استولو له سره غور کوي .؟ خو افغان حکومت ویلي دي ، د قطر غونډه به د اپریل له ۱۹ تر ۲۱ د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي. په عین حال کې وسلهوالو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوي لېسټ سره مخالفت ښودلی او ویلي ئې دي چې دوی پهدغه نوملړ کې یوازې له یو شمېر مشخصو قومي مشرانو او شخصیتونو سره وګوري. په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې هم پرون وئيلي وو ،ممکنه ده دوي دغه غونډه بایکاټ کړي . داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې ځینو سرچینو دقطر د روغې جوړې د خبرواترو تر نامعلوم وخت پورې دځنډیدا خبر هم ورکړی دی .