بین الافغانی خبرې اترې په افغانستان کې دسولې یوازینۍ حل لاره ده
شاه محمود قریشی د دوحې دخبرواترو په ځنډیدا دخواشینۍ په ښودلو سره ووئیل،دپاکستان او افغانستان ترمینځ ملګرتیا د دغه هیواد د خلکو مشکلات کموی،ددې په ترڅ کې چې په افغانستان کې د حالاتو ښه کیدا دسیمې دهیوادونو پر پرمختګ مثتبې اغیزې شیندی .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی پرون په اسلام اباد کې له افغانستان سره د دوواړخیزو خبرواترو په اوه م پړاؤ کې ټینګار کړی ، هیواد ئې په افغانستان کې دسولې دټینګیدو لپاره له درستو هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی،البته دافغانستان د سولې یوازینۍ حل لاره په دغه هیواد کې داړونده ډلو ترمینځ خبرې اترې دی .
دپاکستان خارجه وزیر دپاکستان لپاره له افغانستان سره د دوستانه اړیکو په اهمیّت باندې په ټینګار سره هم وئیلی دی ، ددغې موخې دپوره کیدا لپاره باید دسولې لپاره دپیوستون سټراټژی چې څه موده مخکې د دواړو هیوادونو ترمینځ نهائی شوی ، عملی شی .
شاه محمود قریشی د دوحې دخبرواترو په ځنډیدا دخواشینۍ په ښودلو سره ووئیل،دپاکستان او افغانستان ترمینځ ملګرتیاددغه هیواد دخلکو مشکلات کموی،ددې په ترڅ کې چې په افغانستان کې دحالاتو ښه کیدا دسیمې دهیوادونو پر پرمختګ مثتبې اغیزې شیندی .