طالبان او د وسلو پرمځکه دکیښودلو لپاره دزلمی خلیلزادغوښتننه (ریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81933-طالبان_او_د_وسلو_پرمځکه_دکیښودلو_لپاره_دزلمی_خلیلزادغوښتننه_(ریډیوئي_تحلیل)
په افغانستان کې دسولې له بهیرسره دمرستې لپاره دامریکا له ادعا او دغه راز له طالبانو سره ددوو اړخیزو خبرواترو له ترسره کولو سره سره چې دکابل دحکومت د عمل دخپلواکۍ او دملی حاکمیّت خلاف ورزی حسابیږی،امریکا حاضره نه ده له افغانستانه دامریکائی عسکرو په ویستلو سره عملا په دغه هیواد کې د سولې لاره هواره کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 04, 2019 10:21 Asia/Kabul
  • طالبان او د وسلو پرمځکه دکیښودلو لپاره دزلمی خلیلزادغوښتننه  (ریډیوئي تحلیل)

په افغانستان کې دسولې له بهیرسره دمرستې لپاره دامریکا له ادعا او دغه راز له طالبانو سره ددوو اړخیزو خبرواترو له ترسره کولو سره سره چې دکابل دحکومت د عمل دخپلواکۍ او دملی حاکمیّت خلاف ورزی حسابیږی،امریکا حاضره نه ده له افغانستانه دامریکائی عسکرو په ویستلو سره عملا په دغه هیواد کې د سولې لاره هواره کړی .

طالبانو ډلې دافغانستان په چاروکې دامریکا داستازی له خوا د وسلو پر مځکه دکیښودلواو د اوور بند د اعلان په ضرورت  مشتمله غوښتنه رد کړې ده .

  دطالبانو ډلې یوه ونیدوی ذبیح ا...مجاهد د زلمی خیلیزاد دغوښتنې په غبرګون کې وئیلی دی،پرمځکه د وسلو د کیښودلو لپاره طالبانو ته د سپارښتنې په ځای دې،له امریکایانو وغواړی  چې  په افغانستان کې دې خپلې سرزورۍ  اوجنګ  چې د زرګونو بې ګناه کسان و د وژلو او  افغانستان ته د ډیرو زیاتو اقتصادی تاوانونو  د اړولو لامل شوی ،پای ته ورسوی .

Image Caption

 

 ذبیح ا... مجاهد روښانه کړې،امریکادې پوهه شی،چې ترڅو له افغانستانه خپل پوځونه ونه باسی،طالبان به وسلۀ پرمځکه کې نه ږدی .

دطالبانو ډلې دغه ویندوی زیاته کړې،امریکاباید په افغانستان کې خپلې ناکامې سټراټژۍ ودروی،ځکه ددغه هیوادخلک پخپل هیواد کې د سولې دټینګیدا او د جنګ دختمیدا غوښتونکی دی .

 په افغانستان کې د اوور بند د اعلان او وسلې پر مځکه دکیښودلو لپاره د زلمی خلیلزاد له غوښتنې سره دطالبانوډلې مخالفت دهغې سټراټژۍ دوام دی،چې په وروستیو کلونو کې  دغې ډلې ورته مخه کړې ده .

 دطالبانو له نظره د اووربند اعلان او وسله پر مځکه کیښودل،په افغانستان کې  دبهرنیوعسکرو تر شتون پورې یوه بې معناغوښتنه ده اودغه ډله به د  امریکا او په ناټوکې دهغې د متحدانو په وسیله د افغانستان تر نیواک پورې په دغه هیواد کې خپلو فعالیتونو اوجنګ ته  دوام ورکړی .

Image Caption

 

له طالبانو ډلې څخه د زلمی خلیلزاد غوښتنې ته ددغې ډلې منفی ځواب ښئ چې د امریکا اوطالبانو ترمینځ خبرې اترې هماغه راز له بندون سره مخامخ دی  او ددغو خبرواترو شپږ م پړاؤچې په همداوروستیوکې په قطر کې پیل شوی،د دوی ترمینځ دخبرواترو د تیروپنځو پړاؤنو د برخلیک په څیر ناکام شوی دی .

دامریکا اوطالبانو ترمینځ  دخبراترو څو پړاؤنومشخصه کړې ده چې دواړه لوری دخپلو دریځونو  او غوښتنو بدلولو اویا ورځینی شاتګ ته  تیار نه دی.

    په تیره بیا امریکاچې په افغانستان کې دسولې پربهیردهغو دځواک د ویستلو له مهمو اغیزو اوهمداراز له نورو ډیرو مهمو سیمه ایزو اغیزو سره سره، ددغه هیواد خاورې پریښودو ته تیاره نه ده اوهماغه راز دخپلې سټراټژۍ په دلیلونو،په افغانستان کې  دشتون پر دوام ټینګار کوی . 

      دافغانستان  دسولې د بهیر  په وړاندې د امریکادوه ګوڼه چلند،په دغه شان شرائطو کې لازیات رابرسیره شوی دی .

   په افغانستان کې دسولې له بهیر سره دمرستې لپاره  دامریکا له ادعا او دغه راز  له طالبانو سره د دوواړخیزو خبرواترو له ترسره کولو سره سره  چې  دکابل د حکومت د عمل دخپلواکۍ او دملی حاکمیّت خلاف ورزی حسابیږی، امریکا حاضره نه ده  له افغانستانه  دامریکائی عسکرو په ویستلو سره عملا په دغه هیواد کې د سولې لاره هواره کړی .

دم ګړۍ امریکا،په افغانستان کې د سولې دټینګیدو لپاره دهڅې په باب دخپلې ادعا داثبات لپاره له ډیر مهم امتحان سره مخامخ شوې ده .

 واشنګټن دتیرو څولسیزوتاؤتریخوالو څخه دافغان ولس له ژغورنې سره پرمرستې مشتمل د ښه نیّت ښودلولپاره باید له افغانستانه خبلعسکر وباسی څو په دغه هیواد کې سوله تحقق ومومی .

که امریکاپه افغانستان کېدسولې دضرورتونو اوددغه هیواد دولس دګروهنې په اپوټه په دغههیواد کې دشتون پر دوام هماغه راز ټینګاروکړی، نو له طالبانو دلې سره به دسپینې ماڼۍ دخبرواترو باطله بڼه دوام وکړی،او حتی له دغې ډلې سره به د کابل دحکومت احتمالی خبرې اترې هم   کومه نتیجه ورنکړی .

Image Caption