له طالبانوسره دامریکایانو بې نتیجې خبرې اترې سبابیا پیلیږی
دخبرواترو تبر پړاؤ له هماغه پیله د دواړو لورو ترمینځ له تاؤتریخوالی سره یوځای شو،ځکه دطالبانولوړپوړی کمانډرملاعبدالغنی برادر له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو د مهال ویش دټاکلو په ضرورت ټینګار کړی ؤ .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د امریکا اوطالبانو ډلې داستازو د خبرواترو شپږم پړاؤ چې په تیرې چارشبنې ورځې په قطر کې پیل شوی او سملاسی ځنډیدلی ؤ ، سبا له سه شنبې ورځې به بیابیرته پیل شی .
دخبرواترو دغه پړاؤ له هماغه پیله د دواړو لورو ترمینځ له تاؤتریخوالی سره یوځای شو،ځکه دطالبانولوړپوړی کمانډرملاعبدالغنی برادر له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو د مهال ویش دټاکلو په ضرورت ټینګار کړی ؤ .
دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی هم دخبرواترو په دغه پړاؤ کې د اوور بند موضوع مطرح کړې اوله طالبانو ئې غوښتی وو چې وسله دې پر مځکه کیږدی .
دغې موضوع د طالبانو ډلې د ویندوی ذبیح ا... مجاهد سخت غبرګون په ځان پسې درلود اوهغه دغه افغان توکمه امریکائی ډیپلوماټ ته وریاده کړې ، چې باید له خیالی پلاوه او غوښتنې دې لاس واخلی .
طالبانو ډلې ټینګار کړی،ترڅو چې له افغانستانه د امریکائی پوځیانو د وتلو مهال ویش نهائی نشی،دغه ډله به بیا له امریکا سره دنورو موردونو په باب خبرې اترې ونه کړی .