دامریکا ترهګرو عسکرو پینځه ملکیان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82287-دامریکا_ترهګرو_عسکرو_پینځه_ملکیان_وژلی_دی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان په هلمند ولایت کښې په «نهرسراج» ولسوالۍ د امریکا دترهګرو پوځیانو په هوایی برید کښې پینځه (۵)ملکیان ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2019 10:45 Asia/Kabul
  • هغه سیمه چې دامریکا  ترهګرو عسکرو ورباندې حمله وکړه د طالبانو ډلې په نیواک کښې وه .
    هغه سیمه چې دامریکا ترهګرو عسکرو ورباندې حمله وکړه د طالبانو ډلې په نیواک کښې وه .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان په هلمند ولایت کښې په «نهرسراج» ولسوالۍ د امریکا دترهګرو پوځیانو په هوایی برید کښې پینځه (۵)ملکیان ووژل شول .

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ عینی کتونکو وویل په دغه ولسوالۍ دامریکا دترهګرو عسکرو په بیګا شپې هوایی برید کښې په پینځو (۵)ملکی وګړو وژل کیدا سربیره لس (۱۰)نور کسان ژوبل  هم شول .

ویل کیږی هغه سیمه چې دامریکا  ترهګرو عسکرو ورباندې حمله وکړه د طالبانو ډلې په نیواک کښې وه .

په افغانستان کښې د امریکا دترهګرو عسکرو بمبارې د ملکی وګړو د وژل کیدا ترټولو مهم عامل دی  په دې ډول چې د ملګروملتونو د راپور پراساس د روان میلادی کال په روانو دریو(۳) میاشتو کښې د امریکا ترهګرو عسکرو د داعش ترهګرې ډلې او دطالبانو په پرتله زیات ملکیان وژلی دی .