شاعرانو او لیکوالانو سره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود لیده کاته
دایران دپارلیمان د استازو ددغه ځانګړی مسودې په اساس ګڼ شمیر هغو افغان ماشومانو خپل هویّت ترلاسه کړی، چې تر دې دمه ئې هیڅ هویّت مشخص شوی نه ؤ او دهغوی مور پلار هم له دې وروسته په هوساینۍ اوآرامښت کې ژوند کولی شی ځکه چې دماشومانو هویّت ئې مشخص شو.
د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسی او د امامت د آسمان ددوهم ځلانده ستوری حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت داسلامی انقلاب معظم لارښود د افغانستان دځینو شاعرانو او لیکوالانو پشمول له یوشمیر شاعرانو اولیکوالانو سره په کتنې کې د یوشمیر شاعرانو اولیکوالانو له خوا د شعرونو د ټولګو او لیکنو ځینی کتابونه ومنل چې په هغو کې دافغانستان یو فارسی ژبې شاعر اولیکوال محمد سروررجائی هم ؤ او داسلامی انقلاب معظم لارښودهغه سره په خصوصی خبرو کې وفرمائیل،د افغانستان خلکو ته د ما سلام ورسوئ .
راپورښئ دفارسی ژبې له شاعرانو او لیکوالانو سره داسلامی انقلاب د معظم لارښود دغه کتنه د تهران په امام خمینی حسینې کې شوی او ددغې کتنې ترڅنګ داسلامی انقلاب معظم لارښود له لیکوالانو اوشاعرانو سره خبرې وکړې او دهغوی حال احوال تپوسونه ئې وکړل چې لیکوالانو او شاعرانو هم خپل محبوب رهبر ته د خپلو آثارو د وړاندې کولو تکل کاوۀ، او حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای هم په ډیرې په زړه پورې فضا کې له دغو شاعرانو او لیکوالانو دهغوی آثار منل او وته ئې فرمائیل چې حتمادغه کتاب اوشعرونه ولولی.
په دغو لیکوالانوکې د افغانستان یو لیکوال محمد سرور رجائی هم ؤچې د ایران او افغانستان ددوو ګاونډیو او مسلمانوهیوادونو دشهیدانو او مبارزانو خاطرات ئې په : از دشت لیلی تا جزیره مجبون :نومې کتاب کې غونډ کړی دی .
محمد سرور رجائی ددغې کتنې په څنډې کې خپل دغه کتاب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای حضور ته وړاندې کړ . سرور رجائی وائی کله مې چې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په حضور کې دغه کتاب وړاندې کاوۀ نو مو وئیل چې دا کتاب د سپیڅلی دفاع د افغان مبارزانو دخاطراتو ټولګه ده .نو دوی وفرمائیل، احسنت او ډیر ښه غوره کار دې کړی دی .سرور رجائی پخپلو څرګندونو کې بیا وائی اسلامی انقلاب معظم لارښود رانه پوښتنه وکړه ، په کوم ځای کې اوسیږې،ومو وئیل په تهران کې .
دغه افغان لیکوال بیا په دوام کې وائی داسلامی انقلاب دکتاب پاڼې اړولې او یو عکس پکې راووښت نو ما ورته عرض وکړ،دا د یوه ایرانی شهید احمد رضاسعیدی عکس دی،چې په افغانستان کې شهید شوی او قبر ئې هم په افغانستان کې دی .نو دوی رانه وپوښتل چې دا کله شهید شوی دی .ماورته ووئیل،کله چې پخوانی شوروی سرۀ پوځ پر افغانستان حمله وکړه نو دغه ایرانی هم په ۱۳۵۹لمریز کال کې له یوشمیر نورو ملګرو سره دهغوی په مقابل کې په مقاومت کې شهید شو..
محمد سرور رجائی وائی،داسلامی انقلاب معظم لارښود ددغه شهید عکس ته په ډیر دقت سره پام کاوۀ او په پای کې ئې راته وفرمائیل،زما سلام د افغانستان خلکو ته ورسوه. ان شاا.. دغه کتاب به حتما ولویلم .
داپه داسې حال کې دی چې داسلامی انقلاب معظم لارښود تل افغانستان، افغان ښاریزو په تیره بیا په اسلامی ایران کې دیره افغان کډوالو ته ځانګړی پام کړی دی.دافغانستان دخلکو په باب د دوی په مینې او محبت ډکو څرګندونو سربیره،دایران په ښونځیو کې په غیر قانونی توګه د اوسیدونکو او د پاتکیدو د قانونی سندونو د نه لرونکو افغان کډوالو دماشومانو دنامو د ثبتولو په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دتاریخی فرمان په اساس،په ایران کې دیره په لکونو افغان ماشومان چې له زده کړو محرومه وو،له تیرو څلورو کلونو راهسې د ایران په ښونځیو کې زده کړې کوی او دغه راز له درستو امکاناتو او آسانتیاؤ برخمن دی .
په عین حال کې د ایران داسلامی شورا یاپارلمان استازوهم په همداوروستیو اونیو کې یو قانون تصویب کړی،چې په اساس ئې هغو ټولو ماشومانو ته دهویّت پانې ورکول کیږی،چې میّندې ئې ایرانئ دی او پلارانئې بهرنیان دی .دایران دپارلیمان د استازو ددغه ځانګړی مسودې په اساس ګڼ شمیر هغو افغان ماشومانو خپل هویّت ترلاسه کړی، چې تر دې دمه ئې هیڅ هویّت مشخص شوی نه ؤ او دهغوی مور پلار هم له دې وروسته په هوساینۍ اوآرامښت کې ژوند کولی شی ځکه چې دماشومانو هویّت ئې مشخص شو.