اسرائیل د لویدیځې آسیا د ناامنۍ مرکز دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82453-اسرائیل_د_لویدیځې_آسیا_د_ناامنۍ_مرکز_دی
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیشن مشر صهیونیسټي رژيم په لویدیځې آسیا سیمه کښې د ناامنۍ او کړکیچ مرکز وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2019 08:42 Asia/Kabul
  • اسرائیل د لویدیځې آسیا د ناامنۍ مرکز دی

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیشن مشر صهیونیسټي رژيم په لویدیځې آسیا سیمه کښې د ناامنۍ او کړکیچ مرکز وباله.

آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې سید حسین رضواني بامیاني وویل: امام خمیني(رح) د یو پوه او اسلام پیژاندي فقیه په توګه په ځلونو د اسلام د وجود د ټوټې په توګه د فلسطین او قدس شریف په دفاع باندې ټینګار کړی دی.

هغه هم داشان د قدس د نړیوالې ورځې د نومولو په هکله د امام خمیني(رح) د نوښت قدرونه وکړه او ویې ویل: په دغه ورځ د افغانستان خلک د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان د فلسطیني مسلمانانو خلاف د قدس د نیواکګر رژیم له ځپونکو او تیري ګرو سیاستونو خپل قهر او کرکه اعلانوي.

رضواني زیاته کړه چې د فلسطین له ارمانه په ملاتړ کښې د خرڅو شویو او لاس پوڅو مشرانو په تیره بیا د آل سعود کورنۍ له ټولو کارړنګونو سره سره، امام خمیني او د هغه منونکي تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ پاتې شوي او د اسرائیلو د ظلمونو په وړاندې ودریدلي دي.

د ویلو ده چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني په نوښت د قدس ورځ نوموله شوې ده.