په کابل کښې دقدس په موضوع غونډه وشوه
-
امام خمیني رحمت الله په ختیځ او لویدیځ بلاک له تکیې کولو پرته او د خپلواکۍ په ساتلو سره دایران داسلامي جمهوریت د نظام بنسټ کیښود .
زمونږخبریال وایی دافغانستان علماو او کلتوری شخصیتونو د« امام خمینی رحمت الله علیه او د قدس د ورځې »په نوم غونډې کښې دنړۍ د ازادۍ غواړو غورځنګو او په تیره بیا د فلسطین له مظوم ملت څخه په ملاتړ کښې دامام خمینی ره رول اهمیت لرونکی وباله .
په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکو وویل د ایران داسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د قدس دنړیوالې ورځې په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د اخری جمعې په نومولو سره د فلسطین د خلکو له حقه غوښتونو څخه د اسلامی امت دملاتړ لپاره مهم ګام پورته کړ .
په دغه غونډې کښې یوه (۱)ویناوال او علمیه حوزې استاد اسود بلال وویل امام خمینی رحمت الله علیه د استعماری قدرتونو له مخالفت سره سره اسلامی نظام رامینځته کړ .
هغه وویل امام خمینی رحمت الله په ختیځ او لویدیځ بلاک له تکیې کولو پرته او د خپلواکۍ په ساتلو سره دایران داسلامی جمهوریت د نظام بنسټ کیښود چې دا د اسلامی امت او دبشری ټولنې لپاره مناسبه بیلګه ده .
د پوهنتون یوه(۱) استاد عظیمی هم وویل امام خمینی رحمت الله علیه د عدالت او دازادی بیرغ په پورته کولو سره دنړۍ ازادی غواړی او مستضعفان حق غوښتنې ته هیله من کړل .
هغه په اسلامی ټاټوبو کښې جنګ او تاوتریخوالی ته په اشارې سره وویل ددغو ټولو جنګونو او نښتو شاته د قدس نیواکګر رژیم ولاړ دی او له بده مرغه د نړۍ ستر قدرتونه د صهیونیسټ رژیم لوبتکې شوی دی .