دافغانستان دسولې غونډې بیانیه خپره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82518-دافغانستان_دسولې_غونډې_بیانیه_خپره_کړه
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د کړکیچ دهواری لپاره د طالبانو او د سیاسی ګوندونو د استازیو دوهمه (۲) غونډه په ماسکو کښې د بیانیې په خپریدا سره پاې ته ورسیده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2019 11:56 Asia/Kabul
  • طالبانو او سیاسي ګوندونو په هیواد کښې د اوربند په هکله خبرې وکړې خو په دې هکله هیڅ موافقه ونشوه .
    طالبانو او سیاسي ګوندونو په هیواد کښې د اوربند په هکله خبرې وکړې خو په دې هکله هیڅ موافقه ونشوه .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د کړکیچ دهواری لپاره د طالبانو او د سیاسی ګوندونو د استازیو دوهمه (۲) غونډه په ماسکو کښې د بیانیې په خپریدا سره پاې ته ورسیده .

په دغه بیانیې کښې چې نن په ماسکو کښې خپره شوه په راتلونکو څو ورځو کښې په افغانستان کښې د اوربند لپاره موافقې ته هیڅ اشاره نه ده شوی .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی د افغانستان دسیاسی ګوندونو او دطالبانو ترمینځ په غونډې کښې چې د کابل استازیو پکښې ګډون نه درلود د پایداره سولې، د امنیت دټینګیدا لارو چارو ، د سولې او دثبات د راتلونکی او د خلکو برخلیک ته داړونده مهمو موردونو په هکله بحث وشو .

دافغانستان د حزب جمعیت اسلامی اجرایی مشر عطامحمدنور چې په دغه غونډې کښې یې ګډون کړی وو وویل طالبانو او سیاسی ګوندونو په هیواد کښې د اوربند په هکله خبرې وکړې خو په دې هکله هیڅ موافقه ونشوه .