دافغانستان مشرانوجرګه دجنګ غواړو طالبانوپرځپلو ټینګارکوی
دافغانستان د مشرانو جرګې مرستیال مشر محمدعلم ایزدیار هم وئیلی دی،د نیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت د طالبانو پیغام ښئ چې دوی سولې ته تیار نه دی او دجنګ دوام وغواړی .هغه ټینګار کړی د اشرف غنی حکومت باید ددغې وسلوالې ډلې په وړاندې نرمښن ونه ښئ اوباید حکومت ددوی ځپلو ته مخه کړی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورورکړی د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار ټینګار کړی طالبان په دغه هیواد کې دجنګ له ختمولو سره هیڅ دلچسپی نه لری اوباید سخت وځپل شی .
دافغانستان د مشرانو جرګې مرستیال مشر محمد علم ایزدیار هم وئیلی دی،د نیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت د طالبانو پیغام ښئ چې دوی سولې ته تیار نه دی او دجنګ دوام وغواړی . هغه ټینګار کړی د اشرف غنی حکومت باید ددغې وسلوالې ډلې په وړاندې نرمښن ونه ښئ اوباید حکومت ددوی ځپلو ته مخه کړی .
همداراز د مشرانو جرګې یو شمیر نورو غړو او دغه راز د ماسکو دسولې د غونډې ګډون والو هم وئیلی دی ،طالبان سوله نه غواړی او باید ددغې ډلې په ضد عملیات نوره هم پراخ شی او حکومت باید له طالبانو سره په سولې پسې نشی او دهغوی له حملو سره دې مقابلې ته مخه کړی .
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان دولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم داختر په مناسبت د طالبانو دمشر په پیغام په نیوکو سره پر دغې ډلې یو ځل بیا غږ کړی ،له جنګ جګړو دې لاس واخلي او دسولې له بهیر سره دې یو ځاي شي . که داسې نه وي ،نو پخپله به ددغې ډلې په ضد راپورته شم .