اشرف غنی د طالبانو په ځپلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82624-اشرف_غنی_د_طالبانو_په_ځپلو_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په ټول هیواد کښې د طالبانو ډلې د ځپلو په اړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2019 00:11 Asia/Kabul
  • حکومتي عسکرو په ټول هیواد کښې د طالبانو الفتح عملیات له ماتي سره مخ کړي دي .
    حکومتي عسکرو په ټول هیواد کښې د طالبانو الفتح عملیات له ماتي سره مخ کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په ټول هیواد کښې د طالبانو ډلې د ځپلو په اړتیا ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل د طالبانو ډلې د «الفتح په» نوم دسپرلی عملیات د افغانستان د عسکرو په مرستې سره له مینځه تللی دی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی زیاته کړه حکومتی عسکرو په ټول هیواد کښې د طالبانو الفتح عملیات له ماتی سره مخ کړی دی .

هغه وویل د افغانستان خلکو هیله لرله د طالبانو ډله په کوچنی اختر کښې د کابل له حکومت سره اوربند اعلان کړی خو د هغوې د اختر پیغام په جنګ او تاوتریخوالی ټینګار درلود .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دغه راز پرون له زندانونو د طالبانو ډلې دکابو نهه سوه(۹۰۰) غړیو د خوشی کولو خبر ورکړ .

اشرف غنی دغه راز پرون حکم ورکړ چې یوشمیر نور بندیان چې په سختو ناروغیو اخته دی او یا یې عمرونه زیات دی له زندانونو خوشی کړی .