له طالبانو سره د واشنګټن موافقه دسولې دټینګیدالامل نشی کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82677-له_طالبانو_سره_د_واشنګټن_موافقه_دسولې_دټینګیدالامل_نشی_کیدلی
تر دې دمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو شپږ پړاؤنه له ناکامۍ سره مخ شوی او تر دې دمه ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې . طالبانو ډلې په کرتو ټینګار کړی ، تر څو چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ بهرنی پوځیان وتلی نه وی ،تر هغه به جنګ ته دوام ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 08, 2019 00:36 Asia/Kabul
  •  له طالبانو سره د واشنګټن موافقه  دسولې دټینګیدالامل نشی کیدلی

تر دې دمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو شپږ پړاؤنه له ناکامۍ سره مخ شوی او تر دې دمه ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې . طالبانو ډلې په کرتو ټینګار کړی ، تر څو چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ بهرنی پوځیان وتلی نه وی ،تر هغه به جنګ ته دوام ورکړی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان  دبیا رغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړی پلټونکی ادارې  سیګار  په یوه راپور  له طالبانو ډلې سره د  واشنګټن د  موافقې په  باب  په دغه هیواد کې  دسولې  د  ټینګیدا په باب اندیښنه ښودل شوی او وئیل شوی دی ،  حتی   که  په افغانستان کې د سولې  احتمالی موافقه   وشی هم ، نو  په دغه هیواد کې  به د نشه ایزو موادو د کر اوقاچاق او  اداری فساد په څیر  مشکلات  پخپل ځای باقی پاتې وی .

 سیګار موسسې له دې مخکې هم اعلان کړی ؤ چې  دافغانستان  په ټولنې کې د طالبانوډلې د څه دپاسه شپیتو زرو وګړو یو ځای کیدل  یو داسې  سخت کار دی ، چې حتی  له احتمالی موافقې وروسته هم ممکنه ده  په دغه هیواد کې د جنګ د دوام لامل شی .